پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرلوګر کې یوې مور او لور ځان وژنه کړې

لوګر کې یوې مور او لور ځان وژنه کړې

by admin
0 comments

په لوګر کې ځایي سرچینې وایې، چې د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار کې دوه ښځو ځان وژنه کړې ده.

د سیمې اوسیدونکي ویلي دغه پېښه(سې شنبه،۳د تلې) په شپه د لوګر مرکز پل علم ښار اړوند د«خلیفه صیب»په نوم سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې مړه شوې ښځه او پیغله نجلۍ دواړه مور او لور دي چې د کورني تاوتریخوالي له کبله یې د زهرو په خوړولو سره خپل پای ته رسولی دی.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې ویلي، چې د مړې شوې ښځې خاوند په نشه یي توکو روږدی او له همدې کبله یې ډیر کله خپله میرمین او لوڼې وهلې ډبولې چې له امله یې هغوی ځان وژنې ته اړ شوي دي.

په همدې حال کې د لوګر لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند احمد الله انس هم یاده پېښه تائیدوي او وایې، چې په دغه ولایت کې یوې ښځې او یوې پېغلې ځانونه وژلي دي.

هغه زیاتوي یادې ښځې او نجلۍ د کورنیو ستونزو له امله زهر خوړلي او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

تیره ورځ په هلمند ولایت کې هم دوه ښځې د بیلابیلو پېښو پرمهال وژل شوې وې.

You may also like

Leave a Comment