پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرد طالبانو مشر په زندانونو کې د بندیانو وژل کېدل تایید کړي

د طالبانو مشر په زندانونو کې د بندیانو وژل کېدل تایید کړي

by admin
0 comments

د افغانستان ملي ټلویزیون د طالبانو د مشر مولوي هبت الله آخندزاده یو غږیز پیغام خپور کړی چې په کندوز ولایت کې یې د وینا پر مهال د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو وژل کېدل تایید کړي دي. 

نوموړي په دغه غږيز کليپ کې ویلي داسې مالومات یې ترلاسه کړي چې په ځینو زندانونو کې بندیان د وهلو ډبولو پرمهال وژل شوي او اوسمهال د دې وژنې ټول عاملین له دندو ګوښه شوي دي. 

مولوي هبت الله زياته کړې چې يو شمېر بنديان د طالب مسوولینو له لوري د محکمې له حکم پرته په خپلو زندانونو کې وژل شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې له هرې ممکنې لارې به اسلامي شریعت په بشپړ ډول تطبیق کړي.

د طالبانو د مشر دا څرګندونې کندز ولایت ته د هغه له سفر دوه اونۍ وروسته  خپرې شوې دي.

له دې دوه ورځې وړاندې د طالبانو د زندانونو مشر ویلي و، چې د دوی په زندانونو کې بندیان نه شکنجه کیږي او په دې اړه خپاره کړي راپورونه یې رد کړي وو. 

د مالوماتو پر اساس اوسمهال د طالبانو په زندانونو کې ۲۳ زره کسان بندیان دي چې له ډلې یې ١٠٠٠ ښځينه دي.

له دې وړاندې هم د طالبانو په زندانونو د بندیانو د شکنجه کیدو راپورونو ورکړل شوي وو، خو هغه مهال طالبانو رد کړي وو.

You may also like

Leave a Comment