د خوړو نړیوال پروګرام(WFP)ویلي، چې په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمیر دوه برابره زیات شوی دی.
یاد پروګرام په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې له افغانستان سره د مرستو کمېدل، د کورنیو اقتصادي ستونزې د خوارځواکۍ د ډېرېدو سبب شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې چې د بودیجې د کموالي له کبله په تیر یوه کال کې شاوخوا لس میلیونه افغانانو اړینې مرستې نه دي ترلاسه کړي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.
له دې څو ورځې وړاندې یونېسف هم په افغانستان کې په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې و، چې اوسمهال له ۴۳ زرو زیات ماشومان په دغه هیواد کې پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
بلخوا ډاکتران د زېږون پرمهال د ماشومانو د مړينې يو ستر لامل د ماشوم خوارځواکي او د وزن کموالی بولي.
ډاکتران دغه راز کورنیو ته سپارښتنه کوي که مېندو ته د میندوارۍ په موده کې مناسب خواړه ونه رسېږي، ماشوم يې د بدن جوړېدو پرمهال سمه وده نه کوي او خوارځواکی نړۍ ته سترګې غړوي.