د اروپايي ټولنې پلاوي او د ملګرو ملتونو د ښځو استازو په نیویارک کې د عمومي ناستې په څنډه کې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د ملاتړ په اړه لیدنه کړې.
په واشنګټن کې د افغانستان مخکینۍ سفیرې عادله راز ویلي، چې په دې کتنه کې د طالبانو له لوري له افغان ښځو سره د سیستماتیک تبعیض او له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه بحث شوی دی.
نوموړې هم د دې ناستې ګډونواله وه او د یادې ناستې موخه یې په افغانستان کې د ښځو اوسني وضعیت څېړل و، څو نړیواله ټولنه د سوداګرۍ او روغتیا په برخه کې د ښځو ملاتړ وکړي.
دغه راز د اروپایي ټولنې پلاوي او ملګرو ملتونو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې، چې په کې د افغان ښځو حقونو ته د پام کمیدو، د زده کړو، کار او ورځني ژوند کې د هغوی پر محدودیدو اندښنه ښودل شوې او له افغان ښځو سره یې پر دوامداره مرستو ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د امربالمعروف نوی قانون توشیح کړی چې په کې پر ښځو تر ډیره بندیزونه لګول شوي، چې له کبله یې په افغانستان کې ښځې او نجونې د جبر او جنسي تبعیض له ژور بحران سره مخ دي.