پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهاطالبانو په لغمان کې یو شمېر ځوانان د خپل رژیم ملاتړ ته هڅولي

طالبانو په لغمان کې یو شمېر ځوانان د خپل رژیم ملاتړ ته هڅولي

by admin
0 comments
Photo: 8am Media

په لغمان کې ځایي سرچینې وایې، چې په دغه ولایت کې طالبانو ځېنې ځوانان د خپل حکومت ملاتړ ته هڅولي دي.

سرچېنې وایې نن(یګ شنبه،۱۸د لېندۍ)د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې غونډه ترسره شوې چې پرمهال یې د یاد ریاست لپاره د طالبانو رییس عبدالنور رسولي له ځوانانو غوښتي چې، د دوی د حکومت په ملاتړ په ټولنیزو رسنیو کې تبلیغات ترسره کړي.

نوموړي دغه راز له لغماني ځوانانو په ټنیګار سره غوښتنه کړې چې، په دغه ولایت کې دې په حکومت او ولسي غونډو کې ګډون وکړي او خلک دې د نظام ملاتړ ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم ځینو په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې شکایتونه کول چې د طالبانو استخباراتو او اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د تېر جمهوري حکومت پر ضد پروپاګند او منفي تبلیغاتو ته اړ شوي دي.

You may also like

Leave a Comment