پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشریونیسف پر ۳۵ زره افغان ماشومانو ژمنۍ جامې ووېشلې

یونیسف پر ۳۵ زره افغان ماشومانو ژمنۍ جامې ووېشلې

by admin
0 comments
Photo: UNICEF

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی، چې په افغانستان کې یې پر ۳۵ زره ماشومانو ژمنۍ جامې  وېشلي دي.

یونیسف څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دې ژمنیو مرستو کې جاکټونه، خولۍ، پتلونونه، جمپرونه، کمپلې او جرابې شاملې وې.

دا په داسې حال کې د طالبان د حکومت په رامنځته کېدو سره په هیواد کې بې روزګاري او د کورنیو اقتصادي ستونزې زیاتې شوي او ډېری کورنۍ نه شي کولای چې په ژمي کې خپل کورونه او ماشومان ګرم وساتي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري او  هغوی ته د رسېده‌ګۍ لپاره ۲.۲۴ میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا ده.

You may also like

Leave a Comment