د خوړو نړیوال پروګرام« WFP»ویلي، چې د تېرې مې او راروانې اکتوبر میاشتو ترمنځ موده کې به نژدې ۱۲ نیم میلیون افغانان د خوړو له سختې کموالي سره مخامخ وي.
د یادې ادارې څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې ډله کې۲،۴ میلیون هغه افغانان هم شامل دي چې د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
اعلامیې زیاته کړې د WFP د مالوماتو پر بنسټ اوسمهال په افغانستان کې څلور میلیونه خلک له سخې خورځواکۍ او لوږې سره مخ دي، چې په دوی کې له پنځو کلنو کمعمره ۲۸ لکه ماشومان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د خوړو نړیوال پروګرام او ځینې نورو سازمانونو په افغانستان کې د خلکو د بد اقتصادي وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې وه.
د یادونې وړ ده چې له د طالبانو د حکومت په راتګ سره د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او زیاتره کورنۍ د حکومت او مرستندویه ادارو مرستو ته اړتیا لري.