پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرله جرمني افغانستان ته د افغان کډوالو جبري ستنیدنه

له جرمني افغانستان ته د افغان کډوالو جبري ستنیدنه

by admin
0 comments
Photo: Irna

له جرمني څخه په زوره افغانستان ته دیپورټ شوي افغان کډوال خپلو کورنيو  ته ستانه شوي دي. 

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین (جمعه،۱۶د وري)له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د جرمني حکومت له لوري ډیپورټ شوي ۲۸ افغان کډوال افغانستان ته له ستنیدو وروسته د کورنیو په ضمانت خوشې شوي دي.

 تیره اوونۍ ۲۸ تنه افغانان هغه مهال جرمني افغانستان ته ولیږدول چې هلته په جنایي قضیو کې محکوم شوي وو.

راستانه شوي کډوال د کابل هوایي ډګر ته له راستنیدو سم طالبانو ولچک کړي وو او تراوسه په خپلو زندانونو ساتل. 

په همدې حال کې تازه د بشري حقونو د څار سازمان د جرمني یاد اقدام غندلی او ویلي یې دي، چې دې هېواد په ډله ییز توګه د افغانانو په ډیپورټ سره په افغانستان کې پر روان بحران او د بشري حقونو په ناوړه وضعیت سترګې پټې کړې دي.

د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې له اروپایي هیوادونو په دومره لویه کچه افغان کډوال بیرته افغانستان ته لیږل کیږي.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو دحکومت په رامنځته کیدو سره زیاتره افغانان د اقتصادي ستونزو د خلاصون او دغه راز د طالبانو له ویرې اروپایي هیوادونو ته پر قاچاقي او نورو لارو تللي چې ګڼو هغوی ې خپل ژوند د لارې په اوږدو له لاسه ورکړی دی.

You may also like

Leave a Comment