پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو په کابل، خوست او لغمان ولایتونو کې د څلور ښځو په ګډون لس کسان په درو وهلي

طالبانو په کابل، خوست او لغمان ولایتونو کې د څلور ښځو په ګډون لس کسان په درو وهلي

by admin
0 comments

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په کابل، لغمان او خوست ولایتونو کې یې د بیلابیلو جرمونو په تور د ښځو او نارینه وو په ګډون لس کسان عام محضر کې په درو وهلي دي.

د سترې محکمې څخه(چهارشنبې،د تلې۲۵مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې یې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته د نامشروع اړیکو درلودلو په تور تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د ښځو په ګډون یادو کسانو ته ۳۵-۳۵ درې سزا ورکړل شوې او دغه راز په یو-یو کال تنفیذي بند محکوم شوي دي.

خبرپاڼې کې راغلي چې دغه راز په لغمان ولایت کې هم د دوو ښځو په ګډون څلور تنه د «نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په درو وهل شوي او له دغو څخه څخه یوه یې په درې کاله بند او ۳۹ دورو او یوه بله ښځه په شپږ میاشتي بند او ۳۹ درو محکومه شوې ده.

د خبرپاڼې د مالوماتو پر اساس دوه نورو تورنو ته په ترتیب سره ۳۹ او ۳۰ دُرې ورکړل شوي او يو تن يې په دوه کاله بند او بل تن په درې کاله بند محکوم شوى دى.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې هم دوه تنه د « لواطت » په تور عام محضر کې ۳۰ دُرې وهل شوي.

خبرپاڼه کې ردغلي چې له دغو کسانو څخه یو یې په څلور کاله بند او بل یې په درې کاله بند محکوم شوی دی.

د راپورونو پر اساس طالبانو په تیرو درېیو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۳۰ ډېر کسان عام  محضر کې په درو وهلي دي.

که څه هم چې نړیوالو سازمانونو او بنسټونو له طالبانو په کراتو کراتو غوښتي چې، په عام محضر کې دې له تعزیري سزاګانو لاس واخلي، خو طالبانو له دې هر څه سره سره دې کار ته دوام ورکړی.

You may also like

Leave a Comment