پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرایراني حکومت دوه افغان وګړي اعدام کړي دي

ایراني حکومت دوه افغان وګړي اعدام کړي دي

by admin
0 comments
Photo: Hengah

ایران کې د افغان وګړو د اعدامونو په دوام، ایراني چارواکو یو ځل بیا دوه تنه نور افغانان هم اعدام کړل.

د هه نګاو په نوم د ایران د بشري حقوقونو یوه سازمان راپور ورکړی دی چې د دې چارواکو دوه نور افغان وګړي اعدام کړي دي.

یاد سازمان د یوه را پور په خپرولو سره ویلي دي چې ایراني چارواکو د تېرې جمعې په ورځ د جنورۍ په ۱۰ مه نېټه د ۲ افغانانو په ګډون ۵ کسان اعدام کړي دي.

د هه نګاو بشري حقونو سازمان په راپور کې زیاته شوې چې دغه افغان وګړي د قتل په تور د ایران د کرج ښار په قزالحصار زندان کې اعدام شوي دي.

د راپور له مخې د یو اعدام شوي کس نوم امان الله تاجیک ښودل شوی چې په قتل تورن و او څه موده وړاندې پرې د اعدام حکم شوی و او د دویم اعدام شوي کس هویت تر اوسه نه دی روښانه شوی.

دا په داسې حال کې ده چې ایران تر دې وړاندې هم په لسګونه افغان وګړي په بېلابېلو تورونو په اعدام محکوم کړي و او د افغان وګړو د اعدام لړۍ یې چټکه کړې ده.

You may also like

Leave a Comment