د افغانستان ملي ټلویزیون د طالبانو د مشر مولوي هبت الله آخندزاده یو غږیز پیغام خپور کړی چې په کندوز ولایت کې یې د وینا پر مهال د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو وژل کېدل تایید کړي دي.
نوموړي په دغه غږيز کليپ کې ویلي داسې مالومات یې ترلاسه کړي چې په ځینو زندانونو کې بندیان د وهلو ډبولو پرمهال وژل شوي او اوسمهال د دې وژنې ټول عاملین له دندو ګوښه شوي دي.
مولوي هبت الله زياته کړې چې يو شمېر بنديان د طالب مسوولینو له لوري د محکمې له حکم پرته په خپلو زندانونو کې وژل شوي دي.
هغه ټینګار کړی چې له هرې ممکنې لارې به اسلامي شریعت په بشپړ ډول تطبیق کړي.
د طالبانو د مشر دا څرګندونې کندز ولایت ته د هغه له سفر دوه اونۍ وروسته خپرې شوې دي.
له دې دوه ورځې وړاندې د طالبانو د زندانونو مشر ویلي و، چې د دوی په زندانونو کې بندیان نه شکنجه کیږي او په دې اړه خپاره کړي راپورونه یې رد کړي وو.
د مالوماتو پر اساس اوسمهال د طالبانو په زندانونو کې ۲۳ زره کسان بندیان دي چې له ډلې یې ١٠٠٠ ښځينه دي.
له دې وړاندې هم د طالبانو په زندانونو د بندیانو د شکنجه کیدو راپورونو ورکړل شوي وو، خو هغه مهال طالبانو رد کړي وو.