پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهاپه خوست کې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښته

په خوست کې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښته

by admin
0 comments
Photo: X@ForumStrategic

په خوست کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او د پاکستان سرحدي ځواکونو نښته کې پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوې مهمې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې دا نښته(شنبه،۱۷د وري)مازیګره پیل او د شپې تر ناوخته یې دوم کړی چې پر مهال یې له سپکو او درنو وسلو په کې هم کار اخیستل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په یاده نښه کې یو طالب سرتیری وژل شوی او څلور ملکي وګړي د پاکستانیانو د ډزو پرمهال ټپيان شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې چې نښته د طالبانو له‌خوا په سیمه کې د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پرسر رامنځته شوې ده.

په همدې حال کې د خوست مرستیال والي محبوب شاه قانت تېره شپه ناوخته ځاځي مېدان ولسوالۍ ته تللی او هلته یې له ځایي خلکو او طالب سرتیرو سره کتلي دي.

خوست کې د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مرستیال والي طالب ځواکونو ته پر افغان خاوره د تېري کوونکو د ځپلو سپارښتنه کړې ده.

تراوسه طالب چارواکو په رسمي ډول خوست کې د نښتې په اړه څه نه دي ویلي

له دې وړاندې هم په خوست،ذننګرهار، کونړ او ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه په نورو ولایتونو کې هم د طالبانو او پآکستانیانو ترمنځ په وقفه یي ډول نښتې شوي، چې تر ډیره یې د دغه نښتو لامل د امنيتي پوستو جوړول بلل شوي دي.

You may also like

Leave a Comment