پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو په غور کې ۷ کسان په درو وهلي

طالبانو په غور کې ۷ کسان په درو وهلي

by admin
0 comments

د غور سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې یې د بیلابیلو جرمونو په تور اووه کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د غور ولایت د والي ویاند عبدالواحد حماس ویلي، چې یادو کسانو ته تیره ورخ(شنبه،۱۷ دوري)د دغه ولایت په یو ورزشي لوبغالي په عام محضر کې سزا ورکړل شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې مرافعه محکمې دوه کسان په درې کاله بند او ۳۹ دُرو، دغه راز دوه کسان په څلور کاله بند او ۳۹ دُرو، یو کس په یو کال بند او ۳۹ دُرو او د یوې ښځې په ګډون دوه نور تورن په څلور میاشتې زندان محکوم او ۲۹ دُرو وهلي دي.

د حماس د مالوماتو له مخې یاد کسان له کوره د تېښتې، پر خصوصي حریم د تېري او د نامشروع اړیکو په تور په درو وهلي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې په میدان وردګ ولایت کې هم دوه کسان د لواطت په تور طالبانو په ۳۹-۳۹ درو وهلي وو.

په ورته مهال د بشري حقونو ځینو غړو ویلي طالبان هغه ژمنې نه عملي کوي، چې واک ته له رسېدو وړاندې یې له نړیوالو ادارو سره کړې وې.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ټوماس نیکولسن هم په دې وروستیو کې ویلي و، چې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د ښځو او نارینه وو په درو وهلو حیران کړی دی.

You may also like

Leave a Comment