پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهافرانسې یو افغان د ترهګریز برید د پلان په تور نیولی

فرانسې یو افغان د ترهګریز برید د پلان په تور نیولی

by admin
0 comments
Image: Guilhem Vellut/ Flickr

فرانسوي چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې یې یو افغان د ترهګرۍ او د یو مشکوک برید د طرحه کولو په تور نیولی دی.

د یاد هیواد رسنیو د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې نیول شوی افغان ۲۲ کلن دی او د فوټبال په لوبغالي یا یو سوداګريز مارکېټ کې د خلکو په نښه کولو پلان درلوده چې امنیتي ځواکونو نیولی دی.

سرچینو زیاته کړې چې له نوموړي سره دوه نور شکمن کسان هم نیول شوي وو، خو له څیړنو وروسته بیرته خوشې شوي دي.

راپور کې د چارواکو له قوله زیاته شوې چې له نیول شوي کس یې داسې شواهد ترلاسه کړي چې له داعش ډلې سره اړیکې لري.

له دې یوه اوونۍ وړاندې په امریکا کې هم یو بل افغان د دغه هیواد په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ترهګریز برید د پلان په تور نیول شوی و.

You may also like

Leave a Comment