پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو په کندهار کې یو کس په درو وهلی دی

طالبانو په کندهار کې یو کس په درو وهلی دی

by admin
0 comments

طالبانو په کندهار کې یو کس په درو وهلی دی

طالب چارواکي خبر ورکوي چې په کندهار ولایت کې یې یو کس په عام محضر کې په تور په درو وهلی دی.

د سترې محکمې څخه(شنبه،تلې۲۱مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کس د غلا په تور ۳۹ درې وهل شوی او دغه راز په دوه کاله بند هم حکوم شوی دی.

له دې یوه ورځ وړاندې په کونړ ولایت کې هم طالبانو ۸ کسان عام محضر کې د بیلابیلو جرمونو په تور عام محضر کې په درو وهلي وو.

د مالوماتو له مخې طالبانو په تیرو درېیو کلونو کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې ۷۰۰ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور عام محضر کې په درو وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان په درو د وهلو پر سزا نیوکه کړې وه او له طالبانو یې غوښتي وو چې دا ډول سزاوې دې ودروي.

بلخوا د بشري حقونو ډلو هم په وروستیو کې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د سزاګانو ډاګیز پلې  کول غندلي او دا یې یو خواشینوونکی حالت بللي.

د بشري حقونو ډلې ویلي طالبانو هغه ژمنې نه دي عملي کړي چې واک له رسیدو وړاندې یې له نړیوالو سره کړې وې.

You may also like

Leave a Comment