پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو په کابل او کندوز کې دوه کسان په دُرو وهلي

طالبانو په کابل او کندوز کې دوه کسان په دُرو وهلي

by admin
0 comments
Photo: Social Media

د طالبانو تر ولکې لاندې سترې محکمې خبر ورکړی چې په کابل او قندوز ولایتونو کې یې دوه کسان د قتل او نامشروع اړیکو(زنا)په تور عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د کابل په چهاراسیاب ولسوالۍ کې یې وکس د نامشروع اړېکو په تور ۳۹ دورې وهلی او دغه راز په یو کال بند یې محکوم کړی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې په ورته مهال یې په کندوز ولایت کې هم یو کس د قتل په تور ۳۹ دُرو وهلی او د محکمې له لوري په یو کال تنفیذي بند محکوم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر هم‌ ‌مهاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د حد او قصاص جاري کولو پر وړاندې غبرګون ښودلی او له طالبانو څخه یې غوښتي چې قصاص او د خلکو په دُرو وهلو سزاوې دې ودروي.

You may also like

Leave a Comment