پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو په کندهار کې دوه کسان په عام محضر کې قصاص کړي

طالبانو په کندهار کې دوه کسان په عام محضر کې قصاص کړي

by admin
0 comments

په ټولنیزو رسینو کې یو ویډیو خپره شوې چې په کې لیدل کیږي د کندهار د امربالمعروف ریاست مسوولان او زرګونه کسان په یو لوبغالي کې راټول شوي او دوه کسان یې چې ویل کیږي، مشهور غله او لاره شکوونکي وو نیولي دي.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې مسول کس خبرې کوي او وایې، دغه دوه کسانو د کندهار-هرات پر لویه لاره په شینډنډ ولسوالۍ کې د لوې لارې مسافر په عذابول او بې عزته کول کول چې طالب سرتیرو نیولي دي.

د یاد کس له دې خبرو وروسته یاد دوه کسان چې لاسونه یې تړل شوي د خلکو په مخ کې په ډزو وژل کیږي او وروسته یې بيا جسدونه په امبولانس کې له لوبغالي څخه انتقال شوي دي.

تراوسه د قصاص شویو کسانو د هویت په اړه مالومات نه دي خپاره شوي، چې دوی څوک او د کوم ولایت اوسیدونکي وو.

تراوسه په رسمي ډول د طالبانو سترې محکمې په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو له دې وړاندې په غزني، لغمان او ځینې نورو ولایتونو کې هم ګڼ شمیر کسان عام محضر کې قصاص کړي وو.

You may also like

Leave a Comment