د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په لوګر ولایت کې یې ۸ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور عام محضر کې په درو وهلي دي.
د سترې محکمې څخه(یکشنبې،تلې۲۲مه)په خپره شوې اعلامیې کې راغلي، چې د یوې ښځې په ګډون یې اته کسان د غلا، له کوره د تېښتې او لواطت په تور په عام محضر کې د خلکو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.
خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې یادو کسانو ته له سزا ورکولو سره بیره د بنده سزا هم ورکول شوې او که نه؟
له دې دوه ورځې وړاندې هم په کونړ ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۸ کسان طالبانو عام محضر کې په درو وهلي او دغه راز په دوه- دوه کاله بند یې هم محکوم کړي وو.
که څه هم په څو ځلي د بشر حقونو نړیوال سازمان او نورو هیوادونو په څو ځلي له طالبانو غوښتي، چې خلکو ته په عام محضر کې له سزا ورکولو دې ډډه وکړي خو له دې هر څه سره سره بیا هم طالبانو دا لرۍ تر بل هر وخت چټکه کړې ده.