پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو په غزني کې د یوې راډیو مسوول په یوه میاشت بند محکوم کړی

طالبانو په غزني کې د یوې راډیو مسوول په یوه میاشت بند محکوم کړی

by admin
0 comments

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن(دوشنبه،تلې ۲۳مه)د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په غزني ولایت کې طالبانو د «خوشحال» په نامه د یوې خصوصي راډیو مسٶول حکمت آرین په یوه میاشت بند محکوم کړی دی.

اعلامیې زیاته کړې چې پر ارین د یوې میاشت د زندان حکوم په غزني ولایت کې د طالبانو محکمې کړې دی.

دغه مرکز ویلي چې په غزني کې د طالبانو استخباراتو ارین ته له دې سزا سره مخالفت کړی او د بند د مودې پر زیاتوالي یې ټینګار کړی دی.

یاد مرکز افغانستان کې د خبریالانو پر وضعیت اندیښنه ښودلې او طالبانو یې غوښتي چې حکمت ارین ژر تر ژره خوشې کړي.

په غزني کې د«خوشال»خصوصي راډیو مسوول نیږدې میاشت وړاندې په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی و. 

له دې سربیره دوه اوونۍ وړاندې طالبان په کابل کې هم د یوې بلې رسنۍ خبریال نیولی او تراوسه زنداني دی. 

واک د طالبانو په رسیدو سره د حاکم نظام له لوري پر خبریالانو محدودیتونه زیات شوي او زیاتره یې د طالبانو له لوري زنداني او شکنجه شوي دي.

You may also like

Leave a Comment