پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهاجان بولټن افغانستان کې د ترهګریزو ډلو په اړه اندیښنه ښودلې

جان بولټن افغانستان کې د ترهګریزو ډلو په اړه اندیښنه ښودلې

by admin
0 comments
Image: X/AmbJohnBolton

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن خبرداری ورکړی، چې ترهګریزې ډلې افغانستان ته د ستنیدو په حال کې دی.

نوموړي دغه څرګندونې په یوه تلویزیوني مناظره کې کړې او زیاتوي، چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو راهیسې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا تر وتلو پورې په افغانستان کې د امریکا پر ضد هېڅ ترهګریز برید نه دی شوی.

بولټن دغه راز له افغانستان د امریکا پر وتلو هم نیوکه کړې او دا یې یوه لویه تیروتنه بللې ده.

نوموړي خبرداری ورکړی چې داعش خراسان څانګه د امریکا پر ضد د بریدونو وړتیا لري.

له دې وړاندې هم ځینو امریکایي چارواکو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، چې لا هم په افغانستان کې د داعش ډله فعاله ده او د سیمې د هیوادونو لپاره ستر ګواښ دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل او ځينې نورو ولایتونو کې د ځینو بریدونو مسولیت داعش ډلې منلی دی.

خو طالبانو ویلي چې داعش ډله یې په دغه هیواد کې ځپلې او اوس له دوی سره د جګړې کولو توان نه لري.

You may also like

Leave a Comment