د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې د دغه هیواد په«قزل حصار»زندان کې د ویې ښځې او دوو افغانانو په ګډون ۸ کسان اعدام شوي دي.
د یاد سازمان څخه(جمعه،تلې۱۳مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ایراني حکومت دغه کسان د غلا او قتل په تور اعدام کړي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د معلوماتو پر بنسټ، دا دوه افغانان د جنسي تېري په تور اعدام شوي، خو لا یې د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي خو ویلي یې دي چې د دې کسانو د اعدام حکم تېره چهارشنبه صادر شوی دی.
تیره اوونۍ هم د ایران مشهد په «وکیلاباد» زندان کې د نثاراحمد په نوم یو افغان د نشهيي توکو د قاچاق په تور اعدام شوی و.
له دې واړاندې هم د ایران د بشري حقونو سازمان اعلان کړی و، چې د دوو افغانانو په ګډون څه نیږدې ۱۴ کسان د شېراز په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایران کې د اعدامونو لړۍ چټکه شوې او نړیوالې ټولنې هم له ایران غوښتي چې د اعدامونو لړۍ دې ودروي.