پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو په کاپیسا کې پنځه کسان عام محضر کې په درو وهلي

طالبانو په کاپیسا کې پنځه کسان عام محضر کې په درو وهلي

by admin
0 comments
Photo: supreme court

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په کاپیسا ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان عام محضر کې په درو وهلي دي.

د سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان یې د نامشروع اړیکو، بد اخلاقۍ، لواطت او بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې مجازات کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې یادو کسان له ۲۰ تر ۳۹ درو وهل شوي او دغه راز هر یو یې له یوه تر دوو کلونو پورې په بند محکوم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څو ورځې وړاندې د سترې محکمې ویاند رسنیو ته ویلي و، چې په تېره یوه میاشت کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د ښځو او نارینه وو په ګډو ۸۰ کسان عام محضر کې په درو وهلي او دغه راز په بند یې محکوم کړي دي.

د بشري حقونو ډلو هم په وروستیو کې د طالبانو حکومت له لوري په افغانستان کې د سزاګانو ډاګیز پلې کول، په ځانګړې توګه مېرمنې په درو وهل خواشینوونکي بللي دي.

د بشري حقونو ډلې وايي، طالبان له هغو ژمنو په شا کیږي چې واک ته له رسېدو وړاندې یې له نړیوالو ادارو سره په خبرو کې په ټینګار ویل چې بشري حقونو ته ژمن دي او درناوی یې کوي.

You may also like

Leave a Comment