پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرآپارتاید جنسیتیطالبانو په هرات کې په ټلویرېونونو کې ښځینه ویاندویانې له خبرونو منعه کړې

طالبانو په هرات کې په ټلویرېونونو کې ښځینه ویاندویانې له خبرونو منعه کړې

by admin
0 comments
Photo: Goharshad

په هرات کې ځایي سرچینې وايي طالبانو په دغه ولایت کې پرېکړه کړې، چې ښځينه ویاندویانې حق نه لري چې په ټلویزیوني خپرونو او خبرونو کې راڅرګندې شي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د طالبانو د امربالمعروف ادارې ویلي، چې ښځینه ویاندویانې دې «زمونږ او د نورو نارینه‌وو د تحریک» له امله د ټلوېزیون پر پرده خبرونه نه لولي.

 خبرپاڼه کې په ټيڼګار سره راغلي چې ښځینه ویاندویانې په ټولنه کې «زمونږ او د نارینه‌وو د تحریک» لامل کېږي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر خبرداری ورکړی چې رسنۍ باید له دې امر څخه سرغړونه ونه کړي.

طالبانو په رسمي ډول په دې هکله څه ویلي نه دي.

طالبانو د تېرو درېیو کالو په لړ کې د رسنیو پر ښځینه کارکوونکو ډېر بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي. د طالبانو د پرېکړې له مخې، خبریالې ښځې حق نه لري چې د ماسک له اغوستلو پرته په ټلویزیوني خپرونو کې راڅرګندې شي.

 دغه راز، د ډېرو ولایتونو په رسنیو کې د ښځو غږ او انځور خپرول منع شوي او ځايي راډیوګانو ته امر شوی چې د ښځو غږ خپور نه کړي.

 طالبانو د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې ښځينه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته امر وکړ چې په تلویزیوني نندارو کې دې له ګډونه ډډه وکړي.

 ښځینه خبریالانې او ویاندویانې اړ کړای شوې چې خپلې څېرې په بشپړ ډول پټې کړي. دا محدودیت د دې لامل شو چې د رسنیو ډېرې کارکوونکې خپلې دندې پرېږدي او یو زیات شمېر یې له افغانستانه ووځي.

You may also like

Leave a Comment