د افغانستان د خبریالانو مرکز نن(دوشنبه،تلې ۲۳مه)د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په غزني ولایت کې طالبانو د «خوشحال» په نامه د یوې خصوصي راډیو مسٶول حکمت آرین په یوه میاشت بند محکوم کړی دی.
اعلامیې زیاته کړې چې پر ارین د یوې میاشت د زندان حکوم په غزني ولایت کې د طالبانو محکمې کړې دی.
دغه مرکز ویلي چې په غزني کې د طالبانو استخباراتو ارین ته له دې سزا سره مخالفت کړی او د بند د مودې پر زیاتوالي یې ټینګار کړی دی.
یاد مرکز افغانستان کې د خبریالانو پر وضعیت اندیښنه ښودلې او طالبانو یې غوښتي چې حکمت ارین ژر تر ژره خوشې کړي.
په غزني کې د«خوشال»خصوصي راډیو مسوول نیږدې میاشت وړاندې په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی و.
له دې سربیره دوه اوونۍ وړاندې طالبان په کابل کې هم د یوې بلې رسنۍ خبریال نیولی او تراوسه زنداني دی.
واک د طالبانو په رسیدو سره د حاکم نظام له لوري پر خبریالانو محدودیتونه زیات شوي او زیاتره یې د طالبانو له لوري زنداني او شکنجه شوي دي.