د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن خبرداری ورکړی، چې ترهګریزې ډلې افغانستان ته د ستنیدو په حال کې دی.
نوموړي دغه څرګندونې په یوه تلویزیوني مناظره کې کړې او زیاتوي، چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو راهیسې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا تر وتلو پورې په افغانستان کې د امریکا پر ضد هېڅ ترهګریز برید نه دی شوی.
بولټن دغه راز له افغانستان د امریکا پر وتلو هم نیوکه کړې او دا یې یوه لویه تیروتنه بللې ده.
نوموړي خبرداری ورکړی چې داعش خراسان څانګه د امریکا پر ضد د بریدونو وړتیا لري.
له دې وړاندې هم ځینو امریکایي چارواکو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، چې لا هم په افغانستان کې د داعش ډله فعاله ده او د سیمې د هیوادونو لپاره ستر ګواښ دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل او ځينې نورو ولایتونو کې د ځینو بریدونو مسولیت داعش ډلې منلی دی.
خو طالبانو ویلي چې داعش ډله یې په دغه هیواد کې ځپلې او اوس له دوی سره د جګړې کولو توان نه لري.