پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرایران کې د دوو افغانانو په ګډون ۸ کسان اعدام شوي

ایران کې د دوو افغانانو په ګډون ۸ کسان اعدام شوي

by admin
0 comments
Image: Hengaw

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې د دغه هیواد په«قزل حصار»زندان کې د ویې ښځې او دوو افغانانو په ګډون ۸ کسان اعدام شوي دي.

د یاد سازمان څخه(جمعه،تلې۱۳مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ایراني حکومت دغه کسان د غلا او قتل په تور اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د معلوماتو پر بنسټ، دا دوه افغانان د جنسي تېري په تور اعدام شوي، خو لا یې د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي خو ویلي یې دي چې د دې کسانو د اعدام حکم تېره چهارشنبه صادر شوی دی.

تیره اوونۍ هم د ایران مشهد په «وکیل‌اباد» زندان کې د نثاراحمد په نوم یو افغان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوی و.

له دې واړاندې هم د ایران د بشري حقونو سازمان اعلان کړی و، چې د دوو افغانانو په ګډون څه نیږدې ۱۴ کسان د شېراز په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایران کې د اعدامونو لړۍ چټکه شوې او نړیوالې ټولنې هم له ایران غوښتي چې د اعدامونو لړۍ دې ودروي.

You may also like

Leave a Comment