پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرکونړ کې طالبانو ۸ کسان په درو وهلي

کونړ کې طالبانو ۸ کسان په درو وهلي

by admin
0 comments
Image: Social Media

د کونړ کې سیمه ییز چارواکي وایې چې په دغه ولایت کې یې ۸ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور عام محضر کې په درو وهلي دي.

د کونړ ولایت د رسنیو له دفتره(شنبه،تلې۲۱مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ولایت کې یې اته کسان یې په عام محضر کې مجازات کړي، چې له ډلې یې پنځه کسان د غلا په تور، یو کس ته د «لواطت» او دوو نورو ته له کوره د یوې ښځې تېښتونې په تور سزا ورکړل شوې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه کسان ۲۰ درې وهل شوي او دغه راز په درې کاله بند محکوم شوي دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دغه راز دوه نور کسان له کوره د یوې ښځې د تېښتونې په تور هر یو په دوه کاله بند محکوم شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې کونړ کې په دومره شمیر کسانو ته عام محضر کې د طالبانو له لوري سزا ورکول کیږي، له دې څو ورځې وړاندې په کندهار او تخار ولایتونو کې ۹ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور عام محضر کې په درو وهلي وو.

 د طالبانو له خوا د دغه ډول سزاوو عملي کیدو په نړیواله کچه انتقادونه راپارولي دي.

 که څه هم د بشري حقونو بڼسټونو او د اروپایی ټولنې استازي په افغانستان کې د دغه ډول سزاگانو د بیا عملي کیدو له امله سخته اندیښنه ښيي او له بشري حقونو څخه د سرغړوني د پای ته رسیدو غوښتنه کوي، خو طالبانو تراوسه پورې دغه ډول انتقادونو ته کومه پاملرنه نه ده کړې.

You may also like

Leave a Comment