پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرپه سمنګان کې د ډبرو سکرو کان د نړېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي

په سمنګان کې د ډبرو سکرو کان د نړېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي

by admin
0 comments
Photo: Shahrara News

په سمنګانو کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان د نړېدو له امله دوه کارګران مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه پېښه د سمنګاند دره صوف ولسوالۍ په «شاقول»، سیمه کې شوې ده.

له دې نږدې یوه میاشت وړاندې هم د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې یو شمېر کارګران د ډبرو سکرو د کان د نړېدو له امله مړه او ژوبل شوي وو او ځينې یې له څو ورځو وروسته ژوندي له کان وویستل شول.

په افغانستان کې ډیر کله دا ډول پېښې د کانونو غیر معیاري کیندنې له کبله رامنځته کیږي، چې کله ناکله د کان کېدونکو کارګرانو ژوند اخلي.

You may also like

Leave a Comment