ځایي سرچینې خبر ورکوي چې طالبانو په کابل کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه جاوید مومند نیولی دی.
سرچینې زیاته کړې مومند پرون(یکشنبه،د تلې۲۹مه)کابل کې د خپل کور له مخې د طالبانو استخباراتو پورته کړی او تراوسه لادرکه دی.
سرچینه زیاتوي طالبانو جاوید مومند د نیولو پرمهال وهلی ډبولی هم دی او دغه راز هغه وسایل یې ترې هم وړي دي چې د ویډیویي کلیپونو د ثبتولو لپاره یې کارول.
یوې بلې باوري سرچینې هم تائید کړې چې مومند له تیرې ورځې راهیسې د کور له مخې وسله والو کسانو چې ګوندې د طالبانو استخباراتي کسان به وي، وړی او تراوسه یې مړی ورک دی.
مومند د پوهنتون استاد و او ډیر کله به د سیاسي بحثونو پر مهال په ټلويزونونو کې د يو شنونکي په توګه راڅرګندېده.هغه طالبانو څه موده وړاندې په تلویزوني بحثونو کې له ګډون کولو منع کړی و او ډیر کله به یې د ځینو مسایلو په اړه ویډیوي کلیپونه پر خپله فیسبوک او اېکس پاڼه شریکول.
تراوسه طالبانو د نوموړي د نیول کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې څه موده وړاندې په کابل کې د سیاسي چارو یو بل شنوونکی جاوید کوهستاني هم د طالبانو استخباراتو نیولی و او له شل ورځني زندان تیرولو وروسته یې دوه اوونۍ وړاندې ازاد کړ.
واک ته د طالبانو په رسیدو سره پر رسنیو او د سیاسي چارو پر شنوونکو محدودیتونه زیات شوي، چې له همدې کبله یې ګڼ شمیر د طالبانو له لوري زنداني او شکنجه شوي دي.