د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په لوګر او بامیانو ولایتونو کې یې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان عام محضر کې په درو وهلي دي.
د سترې محکمې څخه(دوشنبه،د تلې۳۰مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو درلودلو په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.
خبرپاڼې زیاته کړې محکمې د یادو کسانو له ډلې مجرم په څلور میاشتې تنفیذي بند او ۳۹ دُرو او دغه راز ښځه یې په څلور میاشتې تنفیذي بند او ۳۵ دُرو تعزیري سزا محکومه کړي ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه راز په بامیانو ولایت کې هم دوه تورنو کسان ته عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې او دغه راز په بند هم محکوم شوي دي.
د مالوماتو پر اساس طالبانو په تیره یوه میاشت کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې ۶۰ کسان د مختلفو جرمونو په تور عام محضر کې په درو وهلي دي.
بلخوا د بشر حقونو نړیوال سازمان د طالبانو له لوري عام محضر کې د خلکو وهل ډبول له انساني ارزښتونو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې په ټینګار سره غوښتي چې په عام محضر کې دې د خلکو له مجازات کولو ډډه وکړي.