پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهاطالبانو طبي انسټټیوټونو ته د نجونو په تګ بندیز ولګاوه

طالبانو طبي انسټټیوټونو ته د نجونو په تګ بندیز ولګاوه

by admin
0 comments
Image: RM Media

ځینو باوري سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې، د طالبانو د عامې ورغتیا وزارت طبي انسټټیټونو مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې د قابله ګۍ، غاښونو، نرسنګ، لابراتوار او نورو څانګو کې نجونې له زده کړو منع کړي دي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین بخت الرحمن شرافت مسوولینو سره په خبرو کې د انستیتونونو په اړه دا وروستۍ پرېکړه بللې ده. 

د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې د نجونو پر ښوونځيو او پوهنتونو له بندیز وضع کولو وروسته د ښځينه وو زده کړو په برخه کې دا درېیم ستر بندیز دی چې هغوی د ښځينه برخې له طبي علومو هم منع کوي. 

طالبانو چارواکو تراوسه د دې پریکړې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو په رسیدو سره پر ښځو محدودیتونه زیات شوي او پر افغان ښځو او نجونو د ژوند کړۍ ورځ تربلې مخ په تنګیدو ده.

You may also like

Leave a Comment