پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرریچارډ بينټ د افغان ښځو په اړه د اروپا عدالت محکمې پرېکړه عادلانه بللې

ریچارډ بينټ د افغان ښځو په اړه د اروپا عدالت محکمې پرېکړه عادلانه بللې

by admin
0 comments
Image: UN Photo/Manuel Elías

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په افغانستان کې د ښځو په اړه  اروپا د عدالت محکمې پرېکړه «یو مهم قضاوت» وباله.

نوموړي په ټینګار سره ویلي چې د اروپایي اتحادېې غړي هیوادونه باید د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو د ارزونې لپاره پر وخت مشخص د افغان میرمنو جنسیت او تابعیت په پان کې ونیسي.

ریچارډ بینټ داسې مهال دا څرګندونې وکوي چې څو ورځې وړاندې د اروپايي اتحادیې د عدالت محکمې پرېکړه کړې وه، چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي کړنې د ځورونې بېلګې دي.

یادې محکمې دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې دوو افغان مېرمنو شکایت کړی وو، چې د اترېش د کډوالو د ادارې له خوا یې د پناه غوښتنې قضیې رد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډیری افغان میرمنې د تیر جمهوري حکومت له نسکوریدو او واک ته د طالبانو په رسیدو سره اروپایي هیوادونو ته کډوالې شوي دي.

You may also like

Leave a Comment