پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرجرمني ۸۱ په جرمنو کې ښکېل افغانان کابل ته شړلي

جرمني ۸۱ په جرمنو کې ښکېل افغانان کابل ته شړلي

by admin
0 comments
Photo by Rudityas W Anggoro on Unsplash

د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد حکومت ۸۱ افغانان چې جرمي مخینې یې درلودې، د قطر په همکارۍ په یوه الوتنه کې کابل ته لېږدول شوي دي.

د جرمني کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دا ۸۱ افغانان ټول نارینه دي لا له مخکې د یاد هېواد د عدلي ارګانونو له لوري تعقیب شوي وو او په ځینو جرمونو کې ښکېل وو.

د یاد هیواد چارواکو ټينګار کړی چې د نورو مجرمو افغانانو د ایستلو پلان هم لري او په دې اړه یې پلټنې ګړندۍ کړي دي، له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې جرمني غواړي د افغانانو د ایستلو په تړاو د طالبانو له حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي، چې طالبانو دا ګام ستایلی و او په دې برخه کې  د قطر له رول یې هم مننه کړې وه.

په ورته مهال تازه جرمني، فرانسه، پولنډ، چک جمهوریت، اتریش او ډنمارک هېوادونو وزیران د پناه غوښتنې د شرایطو سختېدو پر ځینو مقرراتو سلا شوي چې افغانستان او سوریې ته به د کډوالو بېرته ایستلو ته هم دوام ورکړي.

د یادو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو پرېکړه کړې چې د اروپايي پولو د امنیت په ټینګښت سربېره به رد شوي پنا غوښتونکي له اروپايي ټولنې بهر مرکزونو ته واستول شي او دغه راز د پناه غوښتنې بهیر دې درېیمو هېوادونو کې ترسره شي او د کورنۍ یو ځای کېدو او د بیا میشتېدو پروګرامونه دې محدود شي.

جرمني له دې وړاندې هم لسګونه افغانان له خپل هیواد شړلي او په یوه ځانګړې الوتکه کې یې کابل ته لېږدولي وو. پر افغانستان د طالبانو ډلې له واکمنېدو راهېسې بې روزګاري، فقر بېوزلي اوج ته رسېدلې، چې له امله یې زیاتره افغانان اروپایي هیوادونو ته پر قاچاقي لارو تګ ته مجبور شوي دي.

You may also like

Leave a Comment