پنجشنبه, می 21, 2026
Home اجتماعی فرهنگیافغانستان نن له انګلستان سره د کرکټ سیالي کوي

افغانستان نن له انګلستان سره د کرکټ سیالي کوي

by admin
0 comments
Photo: Afghanistan Cricket Board

ټاکل شوې چې د پاکستان په کوربه‌توب د اتلانو جام روانو سیالیو په لړ کې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له انګلستان سره سیالي کوي.

دغه سیالي د یاد جام له (B) ګروپ څخه کېږي د نننۍ لوبې ټاس (پچه) افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

دا لوبه د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې پیل شوې ده.

افغانستان له دغه ګروپ څخه خپله لومړۍ لوبه سوېلي‌افریقا ته بایللې او نن به هڅه وکړي چې دغه جام کې خپله لومړۍ لوبه وګټي.

افغانستان او انګلستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر دې مهاله یوازې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي چې افغانستان یوازې یو ځل انګلستان ماته کړی دی.

انګلستان بیا دوه ځلې افغانستان ته ماته ورکړې ده.

افغانستان د اتلانو جام روانو سیالیو کې بیا تر دې مهاله یوه لوبه کړې چې سوېلي افریقا ته یې، بایللې ده.

You may also like

Leave a Comment