پنجشنبه, می 21, 2026
Home اجتماعی فرهنگیاحمد ولي هوتک خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه

احمد ولي هوتک خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه

by admin
0 comments
Photo: Ahmad Wali Hootak Page

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي احمد ولي هوتک خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه او د دې سیالۍ اتلولي وګټله.

هوتک د تېرې شنبې په شپه د بلاروس په پلازمینه «مینسک» کې له خپل روسي سیال سیګد زیراکوف سره مخ وو.

نوموړی وتوانېد د خپل سیال لاس سبمیشن یا قید کړي او هغه تسلیمیدو ته اړ باسي او بریا خپله کړي.

دا په پروفیشنل یا حرفه يي رزمي لوبو کې د احمد ولي هوتک په خپله کارنامه کې یوولسمه بریا ده او یوازې یو ځل له ماتې سره مخ شوی دی.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي احمد ولي هوتک تر څو کلني ځنډ وروسته لوبه وکړه او بریا یې خپله کړه.

که څه هم طالبانو په افغانستان کې په یو شمېر رزمي لوبو بندېز لګولی او له همدې امله ګڼ شمېر افغان لوبغاړي نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

You may also like

Leave a Comment