پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهاد پاکستان له زندانونو ۴۵ افغانان خوشې شول

د پاکستان له زندانونو ۴۵ افغانان خوشې شول

by admin
0 comments
Photo: Shafaqna

45 افغان از زندان های پاکستان آزاد شدند

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پاکستان له بندخونو ۴۵ افغانان خوشې شوي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا کسان د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت په پاکستان کې د دغو کسانو د بندي کېدو لامل هلته د اوسېدو اسنادو نه لرل ښودلي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دا کسان له درېیو تر ۱۵ ورځو بندیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډ‌والو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم پاکستان کابو ۶۰ افغانان په جبري ډول د تورخم له لارې افغانستان ته رالېږلي وو.

You may also like

Leave a Comment