پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهاطالبان په روغتیایي مرکزونو کې دیني مبلغین ګماري

طالبان په روغتیایي مرکزونو کې دیني مبلغین ګماري

by admin
0 comments

یو شمیر سرچینې وایې چې د طالبانو عامې روغتیا وزارت هڅې پيل کړي چې په روغتیايي مرکزونو کې دیني مبلغین په دندو وګماري.

سرچینې زیاته کړې چې په همدې موخه کابل کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست تازه د دعوت او ارشاد ۱۱ بستونه اعلان ته سپارلي دي.

ویل کیږي چې دا بستونه د کابل د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې دي.

د مالوماتو له مخې د طالبانو له لوري ګمارل کېدونکي مبلغین به په روغتیایي مرکزونو کې د کارکوونکو د لباس او عقایدو د څارنې دنده پرمخ وړي.

دا په داسې حال کې ده چې په زیاتره دولتي ادارو کې طالبانو مسلکي او تجربه لرونکي مامورین له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل پلویان او یا جنګیالي ګمارلي دي.

You may also like

Leave a Comment