پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرد طالبانو امربالمعروف وزارت په یوه میاشت کې تر ۴۰ ډېر کسان نیولي

د طالبانو امربالمعروف وزارت په یوه میاشت کې تر ۴۰ ډېر کسان نیولي

by admin
0 comments
Photo: Judiciary

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایې، چې محتسبينو په تېره یوه میاشت کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۶ ښځو په ګډون ۴۴ کسان په بېلابېلو تور نیولي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې محتسبينو یې دغه کسان د «اخلاقي فساد، قمار، کوډو، نامشروع اړیکو او د شریعت خلاف کړنو» په تور نیولی دی.

د امربالمعروف وزارت د مالوماتو پر بنسټ، کندهار، پکتيا، خوست، غزني، کابل، پروان او ننګرهار هغه ولايتونه دي، چې په تېره يوه مياشت کې تر ټولو ډېر کسان پکې نيول شوي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري پر عام ولس او ځانګړي ډول پر ښځو محدودیتونه زیات شوي، چې له کبله یې پر خلکو د ژوند کړۍ راتنګه شوې ده.

You may also like

Leave a Comment