پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو په پکتیکا کې یو کس په دُرو وهلی

طالبانو په پکتیکا کې یو کس په دُرو وهلی

by admin
0 comments
Photo: Supreme court

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې د پکتیکا ولایت په چابران ولسوالۍ کې یې یو کس په عام محضر کې په دُرو وهلی دی.

د یادې محکمې څخه نن(دوشنبه،۲۶د لېندۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد کس یې د غلا په تور ۲۵ دورې وهلی او دغه راز یې په یو کال او اووه میاشتو بند محکوم کړی دی.

دا په داسې حال کې له دې یوه ورځ مخکې طالبانو په سمنګان او کندز ولایتونو کې هم د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په درو وهلي وو.

که څه هم د طالبانو دا ډول سزاوو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي خو طالبانو یې موخه په ټولنه کې اصلاحات رامنځته کول بللي دي.

له دې یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د سترې محکمې ویاند ویلي و، چې په تېره یوه میاشت کې یې نېږدې سل کسان د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مختلفو جرمونو په تور عام محضر کې مجازارت کړي دي.

You may also like

Leave a Comment