پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهاد«بیان ازادۍ کور» د ارزو ټلویزیون تړل کیدل غندلي

د«بیان ازادۍ کور» د ارزو ټلویزیون تړل کیدل غندلي

by admin
0 comments
Photo: Arezi TV

د بیان ازادۍ کور د طالبانو له لوري د«ارزو»په نامه د یو خصوصي تلویزیون تړل غندلي او له طالبانو یې په ټينګار سره غوښتنه کړې د بیان ازادي دې نه محدودوي.

د یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د طالبانو استخباراتو په کابل کې د ارزو ټلوېزیون پر دفتر چاپه وهلې او د دغه ټلويزیون شاوخوا ۲۰ کارکوونکي یې بندیان کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې طالبانو دغه راز د یاد تلویزیون د ځینو نورو تخنیکي وسایلو پلټنې هم پیل کړي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې طالبانو د ارزو ټلويزیون شپږ کارکوونکي له هیواد بهر رسنیو سره د همکارۍ په تور له ځان سره بیولي دي.

په همدې حال کې د افغان خبریالانو مرکز هم د یوې اعلامېې په خپرولو سره د ارزو تلویزیون تړل کیدل او د زیات شمیر کارکوونکو نیول کیدل تائید کړي دي.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه زیات شوي چې له کبله یې زیاترو خپلې دندې پرېښي دي.

You may also like

Leave a Comment