پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشراوچا؛ د طالبانو لاسوهنې یې چارې ټکنۍ کړي

اوچا؛ د طالبانو لاسوهنې یې چارې ټکنۍ کړي

by admin
0 comments

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره«اوچا» ویلي چې، د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې یې د بشري مرستو په برخه کې د طالبانو د لاسوهنې له کبله خلکو ته د اړینو مرستو رسولو چارې له خنډ سره مخ شوي دي.

اوچا د جرمني خبري اژانس ته ویلي دي چې، د روان کال په سپټمبر کې د بشري مرستو رسوونکو ادارو د هغو ۱۷۳ پېښو راپور ورکړی چې د مرستو رسولو چارې یې د طالبانو د لاسوهنې او مداخلې له کبله اغېزمنې شوي دي.

د یادې ادارې د مالوماتو له مخې په دې پېښو کې بشري فعالیتونو په برخه کې د طالبانو بېځایه لاسوهنې، د مرستندویه مؤسسو د کارونو محدودول او پر کارکوونکو د تاوتریخوالي پېښې شاملې دي. 

یادې ادارې زیاته کړې چې د طالبانو د یادو خنډونو له کبله په دغه هیواد کې ځينو مرستندویه مؤسسو د ۸۳ پروژو چارې ځنډولي او یا یې خپل کارونه محدود کړي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه د اوچا د یادې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له دغه هیواد دې خپلې مرستې نه سپموي

You may also like

Leave a Comment