په ټولنیزو رسینو کې یو ویډیو خپره شوې چې په کې لیدل کیږي د کندهار د امربالمعروف ریاست مسوولان او زرګونه کسان په یو لوبغالي کې راټول شوي او دوه کسان یې چې ویل کیږي، مشهور غله او لاره شکوونکي وو نیولي دي.
په ویډیو کې لیدل کیږي چې مسول کس خبرې کوي او وایې، دغه دوه کسانو د کندهار-هرات پر لویه لاره په شینډنډ ولسوالۍ کې د لوې لارې مسافر په عذابول او بې عزته کول کول چې طالب سرتیرو نیولي دي.
د یاد کس له دې خبرو وروسته یاد دوه کسان چې لاسونه یې تړل شوي د خلکو په مخ کې په ډزو وژل کیږي او وروسته یې بيا جسدونه په امبولانس کې له لوبغالي څخه انتقال شوي دي.
تراوسه د قصاص شویو کسانو د هویت په اړه مالومات نه دي خپاره شوي، چې دوی څوک او د کوم ولایت اوسیدونکي وو.
تراوسه په رسمي ډول د طالبانو سترې محکمې په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو له دې وړاندې په غزني، لغمان او ځینې نورو ولایتونو کې هم ګڼ شمیر کسان عام محضر کې قصاص کړي وو.