پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهاد سیاسي چارو شنونکی جاوید کوهستاني له زندان خوشې شو

د سیاسي چارو شنونکی جاوید کوهستاني له زندان خوشې شو

by admin
0 comments

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي جاوید کوهستاني کورنۍ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې کوهستاني له زندان ازاد او خپلې کورنۍ ته ستون شوی دی.

د کوهستاني د کورنۍ غړو ویلي نوموړی له ۲۰ ورځني زندان وروسته(سه شنبه،د تلې۲۴مه)د طالبانو له زندانه خوشې ‏شوی دی.‏

تراوسه د کوهستاني د نیولو لامل څرګند نه دی او نه هم روښانه شوې چې د کومو شرایطو پر اساس له زندان خوشې شوی دی.

بلخوا طالب چارواکو هم تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مالوماتو له مخې د طالبانو استخباراتو جاوید کوهستاني د تلې په ۴مه نېټه د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اړوند د شمالي سرای په سیمه کې نیولی و او تراوسه په زندان کې و.

جاوید کوهستاني په افغانستان کې یو له مهمو سیاسي شنونکو له ډلې څخه و.

واک د طالبانو په رسیدو سره پر سیاسي چارو شنونکو او دغه راز پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي، چې له همدې کبله ګڼ هغه یې د طالبانو له لوري زنداني شوي دي.

You may also like

Leave a Comment