یو شمېر سرچینې خبر ورکوي د ښاروالۍ له لوري د کابل ښار اړوند په« شېر پور»سیمه کې د جنبش ګوند د مشر عبدالرشید دوستم کور ویجاړ کړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې د دوستم له لوري دغه کور په غصب شوې ځمکه جوړ شوی و، نو ځکه یې ویجاړ کړی دی.
یو بلې سرچینې ویلي د تیر حکومت له سقوط وروسته او واک ته د طالبانو له رسیدو سم دغه کور کې طالبانو قبضه کړی وو او تراوسه په کې اوسیدل.
بلخوا د کابل ښاروالۍ مسوولان وایې، د دوستم کور له ښاري نقشې خلاف او په غصب شوې ځمکه جوړ شوی و او ټاکل شوې په دې ځای باندې د کابل ښاري ماسټر پلان مطابق لوی سړک جوړ شي.
مسوولان ټینګار کوي او وایې، ټول هغه کورونه به ویجاړ کړي چې په غضب شویو ځمکو جوړ شوي دي.
ترواسه عبدالرشید دوستم د خپل کور د ورانېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې هم د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د تیر حکومت د چارواکو د کورونو او شتمنیو د نیول راپورنه ورکړل شوي وو.