د افغانستان د زده کړو فعال او د «قلم لار» ټولنې مشر مطیع الله ویسا د فرانسې د یو معتبر پوهنتون نرماندي له لوري د «۲۰۲۶ د ازادۍ» د معتبرې جایزې ګټونکی ګټونکی شو.
د دې جایزې تنظیموونکو ویلي، مطيع الله ويسا په انلاين بڼه د نړۍ ۷۵ هېوادونو څخه ۱۸ زره رایې واخیستې او د ۲۰۲۶ کال د اتم پړاو سیالیو کې يې لومړۍ مقام خپل کړ.
ویسا، چې د زدهکړو د ترویج او د زده کړو د حق په تېره بیا د نجونو د زده کړو مدافع دی، هغه د ۲۰۲۳ کال کې د خپلو فعالیتونو له امله د طالبانو له خوا ونیول شو او ۷ میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې دي.
د افغانستان د زده کړو فعال مطیع الله ویسا د قلم لار بنسټايښودونکی دی؛ هغه بنسټ چې د زرګونو رضاکارانو په مرسته د زدهکړې د پراختیا لپاره کار کوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې له زدهکړو بېبرخې دي، او د نجونو د تعلیم حق ته ځانګړې پاملرنه لري.
د «قلم لار» ټولنې مشر او د زده کړو فعال، مطیع الله ویسا ته تېر کال د قطر د امیر تمیم بن حمد آل ثاني له لوري د نړیوالې جایزې په نهم پړاو کې د ځوانانو د نوښت او مشارکت برخه کې د فساد پر ضد د مبارزې جایزه هم ورکړل شوې وه.
د «آزادي جایزه»چې هر کال د یاد پوهنتون او د بشري حقونو او سولې د نړیوال انستیتوت له خوا جوړه شوې ده، هر کال هغو کسانو یا بنسټونو ته ورکول کېږي چې د بشري ازادیو په دفاع کې یې مهم رول لوبولی وي.