پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو په بادغیس کې یو کس عام محضر کې اعدام کړ

طالبانو په بادغیس کې یو کس عام محضر کې اعدام کړ

by admin
0 comments
Photo: Social Media

د طالبانو سترې محکمې وایي چې د بادغیس په مرکزي لوبغالي کې یې پر یوه کس باندې عام محضر کې د قصاص حکم تطبیق کړی دی.

یادې محکمې په خپره کړې خبرپاڼه کې د قصاص شوي سړي هویت «اسماعیل» ښودلی او زیاته کړې چې هغه یو سړی او یوه ښځه د دغه ولایت په جوند په ولسوالۍ کې په ډزو وژلي وو.

خبرپاڼه کې راغلي که څه د وژل شوو کسانو کورنیو ته د بښنې وړاندیز شوی و، خو له ردېدو وروسته پرې دغه کس د قصاص حکم تطبیق شو.

د ( ار. ام. میډیا) د راټولو شویو مالوماتو له مخې طالبانو په خپله تېره څلور کلنه واکمنۍ کې په فراه، غزني، لغمان، جوزجان، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې یوولس کسان عام محضر کې اعدام کړي دي. 

که څه هم نړیوالې ټولنې، د بښنې نړیوال سازمان او نورو ادارو له طالبانو د دې کړنو په اړه غبرګون ښودلی خو له دې هر څه سره سره بیا هم دا لړۍ نه ده درولې.

You may also like

Leave a Comment