پنجشنبه, می 21, 2026
Home حقوق بشرطالبانو په کابل کې یو دیني عالم نیولی

طالبانو په کابل کې یو دیني عالم نیولی

by admin
0 comments
Photo: Social Media

په کابل کې ځایي سرچینې وایې د طالبانو استخباراتو د پنجشیر د علماوو شورا پخوانی مرستیال مولوي عبدالملک نیولی دی.

سرچینې زیاته کړې چې مولوي عبدالملک دوه ورځې وړاندې په کابل کې د طالبانو لخوا نیول شوی او تراوسه په زندان کې دی.

سرچینه زیاتوي چې د مولوي عبدالملک کورنۍ له طالب مسوولانو غوښتنه کړې، چې د نوموړي د نیونې دلیل روښانه کړي، خو تراوسه طالب مسوولانو د نوموړي د نیولو‌کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې نوموړی په ۱۴۰۱ کال کې هم طالبانو له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیولی و، خو دوه کاله وروسته یې خوشې کړی و.

یوې بلې سرچینې بیا ویلي چې نوموړي څه موده وړاندې د جمعې د لمانځه پر مهال د نجونو پر زده د بندېز له امله پر طالبانو نیوکه کړې وه او له هماغه وخته تر څار لاندې و.

د مالوماتو پر اساس مولوي عبدالملک په اصل د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ اړوند د «عبدالله‌ خېل» کلي اوسیدونکی دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه اووه دیني عالمان په بېلابېلو تورونو نیولي او له څه وخت زنداني کېدو وروسته یې خوشې کړي دي.

You may also like

Leave a Comment