پنجشنبه, می 21, 2026
Home اجتماعی فرهنگید افغان روباټیک ټیم مشرې ته د زړوتیا جایزه ورکړل شوه

د افغان روباټیک ټیم مشرې ته د زړوتیا جایزه ورکړل شوه

by admin
0 comments
Photo: Mahbob

د افغان روباټیک ټیم مشرې رویا محبوب ویلي چې د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې ورته د امریکا د نیوجرسي «لیبرټي» ساینس مرکز له لوري د (زړورتیا» جاېزه ورکړل شوې ده.

محبوب وايي، د جایزې ترلاسه کولو له کبله خوښه ده او د دې جایزې ترلاسه کول د ټولو افغان نجونو لپاره یو ویاړ بللی او له یاد مرکز څخه یې مننه کړې چې د دوی هڅې یې ستایلي دي.

د یادونې ده چې د افغان نجونو روباټیک ټیم نهه غړې نجونې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده ووتلې.

دا ډله د قطر په مرسته د یوې ځانګړې الوتکې له لارې له کابله دوحې ته ورسېده.

دوی په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا روباټیکو سیالیو لړ کې د سپینو مډال ترلاسه کړی و.

 د دې ټیم غړي په ۲۰۲۱ کال کې د آسیا د ۳۰ ساینس پوهانو، اختراع کوونکو او پانګوالو په لیست کې هم شامل وو.

 افغان روباټیک ټیم ته دا جایزه په داسې حال کې ورکول کیږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.

You may also like

Leave a Comment