پنجشنبه, می 21, 2026
Home اجتماعی فرهنگید افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې نیپال د ۱۳۰ منډو په توپير ماتې ورکړه

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې نیپال د ۱۳۰ منډو په توپير ماتې ورکړه

by admin
0 comments
Photo: Afghanistan Cricket Board

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې د نیپال کرکټ لوبډلې ته په یوه ورځنۍ سیالۍ کې د ۱۳۰ منډو په توپير ماتې ورکړه.

 د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په ننۍ لوبه کې افغان لوبډلې د دغې سیالۍ د پچې تر ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او د خپلو نهو وېکټو په زیان یې نیپال ته د ۳۰۱ منډو هدف ورکړ خو سیالې لوبډلې د ۴۶٫۲ اورونو په لوبولو او ټولو لوبغاړو په سوځېدو ایله ۱۷۰ منډې وکړې.

یادې لوبې د نیپال په کوربه توب ترسره کیږي او ټاکل شوې چې افغان ځوانان راتلونکې یکشنبه له نیپال سره دویمه یوورځنۍ لوبه وکړي.

You may also like

Leave a Comment