پنجشنبه, می 21, 2026
Home خبرهاطالبانو په بامیان کې یوه ښځه په دُرو وهلې

طالبانو په بامیان کې یوه ښځه په دُرو وهلې

by admin
0 comments
Photo: Social Media

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په بامیانو ولایت کې یې یوه ښځه عام محضر کې په دُرو وهلې ده.

د یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ښځه له کوره د تیښتې په تور په دُرو وهل شوې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې یاده ښځه پر یو کال او شپږ میاشتې بند او ۳۹ دُرو محکومه شوې ده.

له دې څه موده وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو او نارینه‌وو دُورو وهلو ته په غبرګون کې ویلي چې د نړیوالو قوانینو له مخې جسمي سزا منع ده او دغه راز د طالبانو له حکومت یې غوښتنه کړې وه، چې عام محضر کې دې د دُرو وهلو او اعدام سزاګانې ودرول شي.

You may also like

Leave a Comment